ملا برادر: مسؤلین هڅه کوي، چې د افغانستان صنعت پرمختګ لپاره هر ډول زمینه برابره کړي

ملا برادر: مسؤلین هڅه کوي، چې د افغانستان صنعت پرمختګ لپاره هر ډول زمینه برابره کړي سوداګرۍ او اقتصاد
ملا عبدالغني برادر اخوند

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره ورځ برېښنا اړوند پروژو لاسلیک مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت راتګ سره افغانستان صنعت برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
ښاغلي ملا برادر زیاته کړې، حکومتي مسؤلین هڅه کوي چې د افغانستان صنعت پرمختګ لپاره هر ډول زمینه برابره کړي.

مراسمو کې اقتصادي مرستیال د دې پروژو په اړه وویل، چې د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي لېږد پروژې بشپړېدو سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره شي او د نورې وارداتي برېښنا سره د قیمت د تفاوت له امله به په کلني ډول لسګونه میلیونه ډالر سپما شي.

یاده دې وي، چې  د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي لېږد او د الوان دښتې سب سټېشن د پراختیا پروژو د پاتې چارو بشپړولو قرارداد تېره ورځ د ۳۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان برېښنا شرکت او افغان انوېسټ شرکت تر منځ لاسلیک شو.

تړلي موضوعات