ا.ا ټولو محرومو او لري پرتو ولایتونو او ولسوالیو ته ځانګړې پاملرنه کوي

ا.ا ټولو محرومو او لري پرتو ولایتونو او ولسوالیو ته ځانګړې پاملرنه کوي بیارغونه او پراختیا
د نورستان ولایت د ستونزو حل ته به ځانګړې پاملرنه کوي

د رياست الوزراﺀ سياسي مرستيال مولوى عبدالکبير د نورستان له مرستیال والي مولوي فيصل، د یو شمیر ډلګیو له مشرانو او د ګوجرو قوم له مشرانو سره په کتنه کې ويلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي ټولو محرومو او لري پرتو ولایتونو او ولسواليو کې د بيارغونې او پراختيا برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 

 ښاغلي عبدالکبیر په دې کتنه دغو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړى چې د نورستان ولایت د ستونزو حل ته به ځانګړې پاملرنه کوي.  

د یادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې يادو مشرانو په نورستان کې د څړ ځایونو او اقتصادي ستونزو د حل په موخه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

تړلي موضوعات