چینايي پانګوال افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي

چینايي پانګوال افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي سوداګرۍ او اقتصاد
د چین هېواد بیرغ

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې چینايي پانګوال افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.

یاد افغان سفارت ویلي، چې د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب له یو شمېر چینايي پانګوالو سره د سفارت په مقر کې کتلي دي.
چینايي پانګوالو د دې پانګونې خبره د افغانستان سفارت مسؤلینو سره دې کتنه کې کړې ده.
سفارت زیاتوي، چې ښاغلي سردار احمد شکېب یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسۍ تعقیبوي او هر هغې پانګونې ته ښه راغلاست وايي چې شفافه او د عامو افغانانو په ګټه وي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي هم خپل هېواد افغانستان کې د انرژي او اوسپنې پټلۍ برخو کې د لس میلیارده ډالرو پانګونې اعلان کړی و.

تړلي موضوعات