پروان کې یوه اندازه نظامي مهمات کشف او ترلاسه شوي

پروان کې یوه اندازه نظامي مهمات کشف او ترلاسه شوي افغانستان
پروان کې یوه اندازه نظامي مهمات کشف او ترلاسه شوي

د پروان ولایت مقام ویاند په دغه ولایت کې د یوه اندازه نظامي مهماتو د نیولو خبر ورکوي.

د پروان ولایت مقام ویاند حکمت الله شمیم پر خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د دې ولایت د دوهمې پلې لواء ځواکونو د سیدخېلو ولسوالۍ ناصرخېلو کلي کې د یو کشفي راپور له مخې یوه اندازه بېلابېل ډوله نظامي مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

د شمیم په خبره، چې نیول شوو مهماتو کې یوه اېم څلوېښت پیکا، یوه اندازه د اېم څلوېښت (M40) مرمۍ ١١ د راکېټ مرمۍ او ۳ زرهي چانټې شاملې دي.

 خبر کې زیاته شوې، چې نیول شوي نظامي توکي په یاده ولسوالۍ کې په غیر قانونی ډول یو کور کې ساتل کېدل.

تړلي موضوعات