د امریکا ګانګرس ولسمشر ته: بهرنیو جګړو کې مداخله دې له صلاحیتونو نه ده

د امریکا ګانګرس ولسمشر ته: بهرنیو جګړو کې مداخله دې له صلاحیتونو نه ده نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا کانګرس کې د ډیموکراټ او جمهوري غوښتونکو استازو دوه حزبي ائتلاف کانګرس ته له جواز پرته د ایران او اسرائیلو جګړه کې د واشنګټن پوځي مداخلې مخنیوي په موخه پرېکړه لیک وړاندې کړی.

دغه طرحه واشنګټن کې د جمهوري غوښتونکي استازي توماس مَسي او ډیمکراټ سناتور تیم کِین په نوښت له اسرائیلو د ټرمپ پوځي ملاتړ په موخه وړاندې شوې ده.

مَسي په خپله اېکس پاڼه لیکلي«د ایران او اسرائیلو جګړه د امریکا جګړه نه ده، حتی که وي هم د اساسي قانون پر بنسټ ورته د ننوتلو پرېکړه د کانګرس واک دی نه د ولسمشر.»

وړاندیز شوې طرحه د ۱۹۷۳ کال جنګي اختیاراتو قانون په اساس تنظیم شوې، چې موخه یې د کانګرس له رسمي تائید پرته پوځي اقداماتو برخه کې د ولسمشر صلاحیتونه محدودوي.

تړلي موضوعات