د اسرائیلو واکمن ائتلاف د غزې جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړې
د اسرائیلو ټایمز ورځپاڼې د خپلو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د اسرائیلو حاکم ائتلاف استازو د غزې جګړې پای ته رسولو او نتنیاهم محکې د ارتباط په اړه بحثونه کړي.
یادې ورځپاڼې د اسرائیلو پارلمان کې د لیکود ګوند غړو له قوله ویلي، د نتنیاهو محکمې په اړه به هیڅ قانون وضع نه شي او نه به له وخته مخکې ټاکنې وشي.
راپور راغلي، چې د نتنیاهو محکمې د ژر پای ته رسولو لپاره د پارلمان مداخلې امکان خورا لږ دی.
د اسرائیلو واکمن ائتلاف داسې مهال غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پیل کړې، چې اشغالګر ځواکونه د غزې ۶۳۴ ورځنۍ جګړه کې په دې ونه توانېدل چې خپلې موخې ترلاسه او د زور له لارې بندیان راخوشې کړي.