تېره میاشت ۱۶۵ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي
مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست کارکوونکو د ټاکل شویو معیارونو له مخې هېواد ته د ۱۶۵ ټانکره بې کیفیته تېلو د واردېدو مخنیوی کړی.
مالیې وزارت ویلي، یاد نفتي توکي د تېري غبرګولي میاشت کې د هېواد له بېلابېلو ګمرکونو مسترد شوي.
د سرچینې په خبره، د مسترد شویو نفتي توکو له ډلې ۴۷ ټانکره ډیزل د فراه له ګمرک ۱۱۶ ټانکره ډیزل او ۲ ټانکره پېټرول د نیمروز له ګمرک څخه ګرځول شوي.
د یادونې ده، چې دې وروستیو کې د افغانستان بازارونو ته د کم کیفیته نفتي توکو مخنیوي برخه کې هڅې ګړندۍ شوې او عام خلک دا چاره د یوه بامسؤلیته حکومت کړنې بولي.