فولادې دره کې د یوې لېسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د بامیانو ولایت مقام وایي، دغه ودانۍ د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ له لوري د ۳۸۰زره ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.
د بامیان ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، دغه ښوونځی ۱۴ درسي ټولګي، کمپوټر لب، لابراتوار او نورو امکانات لري.
د دې ولایت د مسئولینو په خبره، څه موده وړاندې هم د دې ولایت فولادي درې په دو آب سیمه کې یو باب ښوونځی چې د کډوالو چارو عالی کمېشنري له لوري جوړ شوی وه کټې اخیستنې ته وسپارل شو.