کندوز کې یوه یتیمه نجلۍ له کورني زندانه وژغورل شوه
د کندوز امنیتي ځواکونو یوه یتیمه نجلۍ چې کلونه په کورني زندان کې ساتل کېدله ژغورلې.
د کندوز امنیه قومندانۍ ویلي، ژغورل شوې نجلۍ د امام صاحب ولسوالۍ مومندو سیمه کې د خپلوانو له لوري په ځنځیرونو تړل شوې وه چې د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوې ده.
امنیه قومندانۍ ویلي، د ازادې شوې نجلۍ روغتیایي وضعیت ښه نه دی چې د امنیتي ځواکونو له لوري د درملنې په موخه روغتیايي کلینیک ته لېږدول شوې.
ویل کیږي د یادې پېښي په تړاو امنیتي ځواکونو یو تن نیولی هم دی.