اسرائیلو او ایران د اروبند طرحه منلې

اسرائیلو او ایران د اروبند طرحه منلې نړۍ
انځور ارشیف

اسوشتېد پرېس خبري اژانس وايي، له ۱۲ ورځو بریدونو وروسته تهران او تل ابیب د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د امریکا له لوري وړاندیز شوی د اوربند پلان یې منلی خو خبرداری یې ورکړی، چې دوی به د اوربند هر ډول سرغړونې ته په کلکه ځواب ووایي.

اژانس د سرچینو په حواله ویلي، ایران کې نن سهار ۷:۳۰ بجې اوربند نافذ شوی خو ایراني چارواکو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د امریکا له ملاتړه برخمنې رسنۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبه په ټروټ سوشیل لیکلي، « تر راتلونکي ۲۴ ساعتونو پورې به د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند پیل شي»

ټرمپ زیاته کړې، «له دې سره به ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسیږي» د «قطر له امیر مننه» چې سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې وکړې.

د رویټرز د خبر په بنسټ ټرمپ نن سه شنبه ویلي، اوربند نافذ شوی او له دواړو خواوو یې غوښتي چې سرغړونه ونه کړي.

تړلي موضوعات