پاکستان کې د افغان کډوالو په وضعیت خبرې وشوې

پاکستان کې د افغان کډوالو په وضعیت خبرې وشوې افغانستان
پاکستان کې د افغانستان سفیر د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرې سره کتلي

پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، د کډوالو په اړه دا خبرې افغان سفیر سردار احمد شکیب او د ملګرو ملتونو عالي کمشنرې فلیپا کندلر ترمنځ شوي.

د سرچینې په خبره دغه لیدنه کې د افغان کډوالو وضعیت سربېره د پي او آر کارت لرونکو کډوالو برخلیک، د کډوالو د بېرته ستنېدنې په پروسه کې د UNHCR او نورو نړۍوالو سازمانونو پر رول او اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.

که څه هم افغان چارواکو څو ځله ټینګار کړی، چې د کډوالۍ لاملونه به له منځه یوسي خو تر څنګ یې هڅه کړې څو مېشتو هېوادونو کې د افغان کډوالو حقوقو خوندیتوب ته لا پاملرنه وشي.

تړلي موضوعات