کابل کې د برېښنا دوامداره پرچاوۍ مخنیوي لپاره د حرارتي برېښنا دستګاه فعاله شوه
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، کابل ښار کې د برېښنا دوامداره پرچاوي د مخنیوي په موخه یې د تره خېل حرارتي برېښنا دستګاه فعاله کړې.
یاد شرکت ویلي، د دغې دستګاه په فعالېدو سره ۱۰۵ میګاواټه حرارتي برېښنا په شبکه ور اضافه شوه، چې د اوړي ګرمو ورځو کې به د برېښنا پرچاوي کچه هم راکمه شي.
د معلوماتو له مخې د کابل ښار اړینې برېښنا د برابرولو لپاره د تره خېلو سیمه کې ۱۸ جنراتورونه شته، چې د اړتیا پر مهال ۱۰۵ میګاواټه حرارتي برېښنا تولیدوي.
برېښنا شرکت ویلي، که څه هم حرارتي برېښنا لوړ لګښت لري، خو دغه شرکت د هېوادوالو د برېښنا اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی.