د کابل ـ جلال اباد لویې لارې دوهم سړک پروژه به ژر منظوره شي

د کابل ـ جلال اباد لویې لارې دوهم سړک پروژه به ژر منظوره شي بیارغونه او پراختیا
ننګرهار ولایت مقام کې غونډه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ننګرهار ولایت مقام کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د سوداګرۍ او ټرانزېټ کچې د زیاتېدو په موخه یې د کابل – جلال اباد لویې لارې د دوهم سړک جوړولو پروژه په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولې.

ملا برادر اخوند زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د ټولګټو وزیر له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره شریکه او منظوري به یې واخلي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال بهر کې مېشتو افغان کډوالو باندې غږ کړی، چې هېواد ته راستانه شئ، اسلامي امارت ستاسو هرکلی کوي او تر خپل توان پورې مو ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال نن ننګرهار ولایت ته سفر کړی او هلته یې ځايي مسؤلینو، سوداګرو او ولسي خلکو سره غونډه کړې.

تړلي موضوعات