هلمند کې د اشغالګرو له لوري بمبار شوی روغتون رغول شوی
د هلمند مرکز لښکرګاه کې هغه روغتون اساسي بیارغول شوی، چې پخوا امریکايي اشغالګرو بمبار کړی و.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې د صافیانو په نوم دا روغتون بیا په اساسي ډول رغول شوی او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
مسؤلین زیاتوي، چې هلمند کې د ۳۳ نورو روغتونونو جوړېدو او بیارغونې چارې هم روانې دي، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وايي، چې له هلمند ولایت ور اخوا هڅه کوي په ټول افغانستان کې د روغتیايي خدماتو لړۍ پراخه کړي او د ولسوالیو په کچه عمومي روغتونونه جوړ کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا روغتون او د محمد انور خان په نوم یو ښوونځی د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې پر ۷ مه نېټه امریکايي اشغالګرو لښکرګاه کې بمبار کړي وو.