نورستان نورګرام ولسوالۍ کې د ۷۹ ميلیون افغانيو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې

نورستان نورګرام ولسوالۍ کې د ۷۹ ميلیون افغانيو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې بیارغونه او پراختیا
دغو پروژو کې د ۳۶ نویو او ويجاړو سړکونو بیارغېدا، ۱۳ کانالونو او ۱۸ تشنابونه جوړول شامل دي

د نورستان ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د نږدې ۷۹ میلیون افغانیو په ارزښت ۵۸ بېلا بېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

د یاد ریاست رئيس مولوي احسان الله احمد وایي، چې يادې پروژې د( UNOPS ) ادارې په مالي لګښت او د ډاکار همکارې مؤسسې په تخنيکي همکارۍ او د کليو پراختيا رياست د بشپړې څارنې لاندې ترسره او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.

د نوموړي په خبره په دغو پروژو کې د ۳۶ نویو او ويجاړو سړکونو بیارغېدا، ۱۳ کانالونو او ۱۸ تشنابونه جوړول شامل دي.

احسان الله احمد زیاته کړې، چې په انډوليز ډول د نورستان هغو سيمو ته د بيارغونې کارونه کوي، چې ولسونه يې له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

بل لور ته د نورګرام ولسونه د يادو پروژو پر بشپړېدو له اسلامي امارت مننه کوي او خوښي څرګندوي، چې یادو برخو کې اسانتیاوې ورته برابرې شوې.

تړلي موضوعات