نږدې راتلونکي کې به افغانستان له چین سره ونښلول شي.
د بدخشان ولایت والي قاري محمد ایوب خالد له حریت نیوز سره مرکه کې ویلي، چې له چین سره به د نښلېدونکي سړک چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاغلي والي زیاته کړې، چې د دې لارې د جوړېدو چارې یواځې ۷ کیلو متره پاتې دي چې ټاکل شوې په راتلونکو اوو ورځو کې پای ته ورسېږي.
د ولایت مقام د معلوماتو له مخې د واخان سړک د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري، چې د ډیزاین او سروې چارې یې د انجینري ټیمونو له خوا تر سره شوې او تر راتلونکي پسرلي پورې به پای ته ورسېږي.
له چین سره د افغانستان دغه نښلېدونکی سړک د بدخشان له مرکز څخه تر واخجیر کوتل پورې ۴۸۰ کیلو مټره اوږدوالی لري، چې پر اساس به یې افغانستان د لومړي ځل لپاره یو بل ګاونډي چین سره د ځمکې له لارې ونښلول شي.