د قوش تېپې اوبو زیاتېدو او نوي پل جوړېدو له امله د کانال یوې څنډې لوری بدل شوی

د قوش تېپې اوبو زیاتېدو او نوي پل جوړېدو له امله د کانال یوې څنډې لوری بدل شوی بیارغونه او پراختیا
قوش تېپې کانال یوه څنډه

د قوش تېپې پروژې مسؤل انجنیر سید ذبیح الله میري وايي، چې د کانال یوې څنډې لوری ځکه بدل شوی، چې صفري نقطه کې اوبه مخ په زیاتېدو دي او دا برخه د دومره ډېرو اوبو ذخیره کولو ظرفیت نه لري.
پروژې مسؤل زیاتوي، چې د دې څنډې لوري بدلولو بل لامل دا دی، چې هلته یو بل نوی پل جوړېږي، چې لومړني کارونه یې پیل شوي دي او اوبو کچې زیاتوالی د یاد پل جوړېدو لپاره خنډ جوړوي.

یاده دې وي، چې ټولنیزو رسنیو کې د ځینو کسانو له لوري داسې اوازې خپرېدې، چې ګواکې د قوش تېپې ستر ملي کانال یوه برخه ړنګه شوې ده. 

تړلي موضوعات