ننګرهار ګمرک کې د ۵۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ودانیزې پروژې پیل شوې
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینيت وایي، د ننګرهار ولایت ګمرک اړوند کابل کمپ ګمرک کې د ۵۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ودانیزې پروژې پیل شوې دي.
مالیي وزارت رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دغو پروژو کې ۶۷۰۰متره دېوال او ۷ بابه ټاورونه شامل دي، چې چارې به یې تر راتلونکو لسو میاشتو بشپړې شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ماليي وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادریس د یادو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې ویلي، په پام کې ده چې د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم ورته پراختیايي پروژې پلې شي، چې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې به ښې پایلې ولري.
د یادونې ده چې د یادو ودانیزو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.