د هرات پوهنتون طب پوهنځي د تدریسي روغتون د بیارغونې چارې پیل شوې
د لوړو زده کړو وزارت وایي، د ۱۰.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د هرات پوهنتون طب پوهنځي د تدریسي روغتون د بیارغونې او ترمیم چارې پیل شوې.
یاد وزارت ویلي، د هرات طب پوهنځي د تدریسي روغتون د نشتون له کبله د دغه پوهنځي استادان او محصلین له ستونزو سره مخ وو.
یاد وزرت زیاته کړې، د لوړو زده کړو وزارت د پاملرنې او د پوهنتون د رهبري پلاوي په هڅو به په نږدې وخت کې د نوموړي روغتون چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.