د لوګر سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانېستل شوه
د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري نن د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانېستل شوه.
د دې وزارت مسؤلین وايي، چې د لوګر ولایت سرخاب بند د ۱۳۵ مترو په اوږدوالي او ۲۵مترو په لوړوالي سره د ۹ میلیونه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري، چې ۳ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.
مسؤلین زیاتوي، چې په دې پروژه کې د یاد بند رسوباتو پاکول، د دروازو ترمیم او د پرچاوي کانالونه شامل دي.