د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: تر امنیت وروسته د ا.ا لوي مسئولیت د هېواد اقتصاد رغونه ده
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د چین پرمختیایي همکاریو ادارې رئیس چن ژیاؤډونګ سره کتنه کې د افغانستان بیارغونه کې د چین پر پرمختیایي پروژو او دوه اړخیزو همکاریو بحث کړی.
بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي له امنیت وروسته د اسلامي امارت لوی مسئولیت د هېواد د اقتصاد رغونه یاده کړې.
ښاغلي متقي هیله ښودلې چې د کرنې، انرژۍ او اوږدمهاله پروژو برخه کې د افغانستان او چین ترمنځ نږدې همکاري رامنځته کړي.
نوموړي د چین پرمختیایي همکارې ادارې ته هغه عملي وړاندیزونه هم ورکړي، چې له مخې یې دغه اداره د افغانستان بیارغونه کې ترې د لومړیتوبونو په توګه کار اخېستلی شي.
بلخوا ښاغلي چن ژیاؤډونګ د افغانستان بنسټیزو تاسیساتو ابادۍ، مالدارۍ نفت او ګازو د امکان سنجۍ، مطالعې او څېړنو برخه کې د همکاریو ژمنه ورکړې.
مولوي امیرخان متقي د چین په کوربتوب د افغانستان، چین او پاکستان بهرنیو چارو زویرانو درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی.