د ا.ا.ا زعیم: پر ولس بوج مه راولئ؛ زور او جبر مه پرې کوئ، مرسته یې وکړئ

د ا.ا.ا زعیم: پر ولس بوج مه راولئ؛ زور او جبر مه پرې کوئ، مرسته یې وکړئ افغانستان

د افغانستان اسلامي امارت زعیم نن په کندهار کې د ښاروالیو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي یو ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې چې د کابل ښاروال هم پکې برخه اخیستې وه ګډون او وینا کړې.

دې سیمینار کې د اسلامي امارت مشرتابه د ښاروالانو د خدمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې مسؤلیت کوم اعزاز نه دی، بلکې مسؤلیت امانت، د اوږو بار او د خلکو د حقوقو ذمه واري په غاړه اخیستل دي، اوس ستاسو په غاړه د خلکو مسؤلیت دی او پر تاسو لازمه ده چې په شرعي طریقې سره د خلکو د حقوقو ساتنه او خدمت وکړئ.

د اسلامي امارت زعیم ښاروالیو مسؤلینو ته ویلي، چې د ښاروالیو پیسې د خلکو پیسې او حقوق دي او خلک یې تاسو ته د عامه خدماتو لپاره درکوي، نو په هغه کارونو کې یې مصرف کړئ، چې عام خلک پرې خوشحاله کېږي.

نوموړي مسؤلینو ته همداراز ویلي، چې د خلکو سره ښه چلند وکړئ، مرسته یې وکړئ، زور او جبر مه پرې کوئ، پر خلکو بوج مه راولئ.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت زعیم هر وخت وینا کې پر مسؤلینو او چارواکو ټینګار کوي، چې ولس سره نېک چلند وکړي او د هغوی همکار او مرستندوی شي.

تړلي موضوعات