د کانونو او پټرولیم وزیر: د کانونو کیندنې برخه کې به د ګاونډیو هېوادونو له تجربو استفاده وکړو
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د تهران کانونو نړېوال نندارتون کې افغانستان یو باثباته هېواد بللی او ویلي یې دي، افغانستان د بهرنیو پانګوالو لپاره مناسب فرصتونه لري.
ښاغلي بدري ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د ګاونډیو هېوادونو له تجربو د کانونو کیندنې برخه کې ګټوره استفاده وکړي.
نوموړي د ایران خصوصي شرکتونو مسولین د افغانستان کانونو سکټور کې پانګونې ته رابللي دي.
د کانونو وزیر تېره ورځ د کانونو نړېوال نندارتون کې د ګډون په موخه تهران ته ولاړ.