د ا.ا.ا مشرتابه د ښاري پلانونو غوره پلي کولو فرمان صادر کړ
د اسلامي امارت مشرتابه د ښاري پلانونو د لا ښه تطبیق، د سوداګریزو اوسېدو ځایونو پراختیا او د اسانتیاوو برابرېدو لپاره نوی فرمان صادر کړی.
یاد فرمان کې د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ په ګډون د ولایتونو او ولسوالیو اړوند ښاروالۍ مکلفې شوې، چې د برېښنايي او چاپي رسنیو، د مساجدو امامانو، د ګذر وکیلانو او نورو مناسبو وسایلو له لارې د ښاري طرحو اړوند خلکو ته لازم معلومات ورکړي.
همداراز دې فرمان کې له یادو ادارو غوښتل شوي، چې هغه سیمې چې تازه ښاري ساحو کې داخلې شوې پلان چمتو کړي.
د اسلامي امارت زعیم ویلي، چې د چارو ادارې او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاستونه مکلف دي، چې د دې فرمان له تطبیق څخه په دوامداره توګه څارنه وکړي.