د کابل او باکو ترمنځ د ټرانسپورټي چارو په پراختیا خبرې وشوې

د کابل او باکو ترمنځ د ټرانسپورټي چارو په پراختیا خبرې وشوې افغانستان
د ټرانسپورټ وزیر کابل کې د اذربایجان سفیر سره کتلي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخندزاده نن سه شنبه کابل کې د آذربایجان هېواد له سفیر الهام محمدوف سره لیدنه کړې.

د یاد وزارت له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا، د ټرانزېټي اسانتیاوو رامنځته کېدو، د لاجوردو لارې ارزښت او د دې دهلېز له لارې د انتقالاتو په اړه خبرې شوې دي.

لیدنه کې ښاغلي اخندزاده ویلي، دا مهال د افغانستان له لارې د سیمې هېوادونو ته د آذربایجان د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابره شوې او دوی کولای شي له دې څخه گټه واخلي.

تړلي موضوعات