ای اېچ اېچ مؤسسه کډوالو ته د کورونو جوړولو برخه کې مرسته کوي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یادې مؤسسې له مسؤلینو سره کتلي دي.
د ارګ مطبوعاتي دفتر ویلي، د ای اېچ اېچ مؤسسې مسؤلینو دې کتنه کې ژمنه کړې، چې د کډوالو لپاره ښارګوټو کې د کورونو جوړولو کې مرسته کوي.
په ورته مهال اداري مرستیال د یادې مؤسسې له مرستو هرکلی کړی او د هېواد ټولو ولایتونو ته یې د فعالیتونو د غځېدو غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تازه ویلي، چې ۲۵ ولایتونو کې یې د کډوالو لپاره د ۳۵ښارګوټو جوړولو طرحه چمتو او وروستۍ کړې.