ملا حمدالله فطرت: د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۳۵ ښارګوټو جوړولو طرحه چمتو شوې
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د شمېرو په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۳ او ۲۴ کلونو کې تر یو میلیون زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ټول هېواد کې د کډوالو لپاره د ۳۵ ښارګوټو طرحه یې چمتو کړې او یو شمېر ولایتونو کې د ځمکو د وېش لړۍ هم پیل شوې.
د ښاغلي فطرت په خبره، له دغو ښارګوټو جوړولو یې موخه د کډوال دایمې مېشتېدنه، په خپله خوښه راستنېدو ته هڅول، له سرګرداني مخنیوی، د انساني کرامت خوندیتوب او د دغو ښارګوټو جوړولو لپاره د بشري مرستو راټولول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو دکډوالو اجباري ویستل لا هم دوام لري او هره ورځ لسګونه کورنۍ له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستنېږي.