کابل کې د هېواد د ټولو ښاروالانو لپاره شپږ ورځنی سیمینار دایر شوی

کابل کې د هېواد د ټولو ښاروالانو لپاره شپږ ورځنی سیمینار دایر شوی افغانستان

د چارو ادارې لوی ریاست خبر ورکړی، چې د هېواد ولایتي او د ولسوالیو ښاروالانو ته شپږ ورځنی سیمینار دایر شوی دی، چې د عوایدو راټولولو، بودیجې او نورو برخو مسلکي کارپوهانو په کې برخه اخیستې ده.

چارو ادارې پر وېبپاڼه ویلي، دا سیمینار د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د غونډو په تالار کې تېره ورځ شنبه پرانېستل شو، چې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ‌ الحدیث نورالحق انور، د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده او د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو رئیس شیخ محمد طاووس طارق په ګډون یو شمېر نورو مسؤلینو په کې ګډون درلود.

دې پرانېسته کې شیخ نورالحق انور ویلي، پرمختللي او د خدمت رسونې امکاناتو ته په کتو الله تعالی موږ ته فرصت راکړی، تر څو په پوره توان او اخلاص سره د اسلامي امت د پرمختګ او بهترۍ لپاره کار وکړو او دا د شکر ځای دی چې موږ ته د خلکو د خدمت کولو زمینه برابره شوې ده.

بلخوا دې سیمینار کې مولوي محمد اسحاق اخندزاده ویلي، چې د دې ښوونیز سیمینار محتوا په ډېره لوړه کچه ترتیب شوې او د عوایدو راټولولو، بودیجې او نورو برخو مسلکي کارپوهانو په کې برخه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د هېواد د ښاروالیو چارې او فعالیتونه ګړندي او اغېزمن شوي دي، چې دمګړۍ د هېواد ټولو ښارونو کې ګڼې د پراختیا او بیارغونې پروژې تر کار لاندې دي.

تړلي موضوعات