د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: د ظاهر قدیر موضوع د تعقیب په موخه یې ډيپلوماټیکو استازولیو ته دنده سپارلې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې حریت راډیو ته وویل، چې د تېرې ادارې د پارلمان مرستیال ظاهر قدیر زوی او د کورنۍ غړو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د نوموړي د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.
د سرچینې په خبره، ښاغلي وزیر هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د ظاهر قدیر موضوع د تعقیب په موخه یې ډيپلوماټیکو استازولیو ته دنده سپارلې چې د کینیا حکومت سره اړیکه ټینګه، څو د قدیر ټول حقونه تضمین او د مسئلې د حل لپاره هلې ځلې وکړي.
ظاهر قدیر د امریکا په لارښوونه د کینیا پلازمېنه نایروبي کې د نشه توکو قاچاق او غیري قانوني وسلو د لېږد په تور نیول شوی، چې وړمه ورځ یې لومړۍ محکمه بې پایلې پای ته ورسېده.