د کورنیو چارو وزیر: سیاسي او اقتصادي اړیکې د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین او پاکستان هېوادونو له ځانګړو استازو سره لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له نظره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې تر لاسه کېدای شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، ښاغلي حقاني کابل کې د چین د ځانګړي استازي یوی شیایونگ او د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق او ورسره مل پلاوو سره د کتنې په مهال دغه خبرې کړې دي.
قانع زیاته کړې، چې ښاغلي حقاني په دغه ناسته کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
ناسته کې د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه تازه کړه او موافقه یې کړې، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به کابل کې جوړه شي.
دغه کتنه داسې مهال کیږی چې پرون په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشوه چې په سیاسي او اقتصادي مسایلو او موضوعاتو خبرې وشوې.