بهرنیو چارو وزیر: ټول باید په ګډه افغانستان له داخلي او بهرني شره وساتو

بهرنیو چارو وزیر: ټول باید په ګډه افغانستان له داخلي او بهرني شره وساتو افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي

بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یاد وزارت اړوند ډيپلوماسۍ انسټېټیوټ څلورمې دورې فراغت غونډې ته په خبرو کې ویلي، که په علمي ډګر کې قدمونه وانخلو خپل راتلونکی نه شو جوړولی.

امیرخان متقي ویلي، ټول باید په ګډه هڅه وکړو، چې افغانستان له داخلي او بهرني شره وساتو.

ښاغلي متقي زیاته کړې، هڅه کوي نړېوالو سره د تعامل له لارې هېواد ته زیان ونه رسېږي په خبره یې، دا هڅه هم کوي په هېواد کې دننه هم تعامل ولري څ هېواد وال د یوازیتوب احساس ونه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې مسلکي کدرونو ته اړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ له څلورمې دورې ۱۷۱ تنه له سیاسي، ډيپلوماټیکو ځانګړو روزنیزو کورسونو فارغ شول.

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د خپلو دندو ترڅنګ د اسلامي امارت د نژدې ۲۹ وزارتونو او اداراتو کارکوونکو ته سیاسي او ډیپلوماټیک ځانګړي روزنیز کورسونه دایروي، چې تردې دمه یې ۶۲۶ تنه فارغان وړاندې کړي دي.

تړلي موضوعات