پوره لس کاله وروسته، د لوګر ملي بس تصدۍ فعالیت پیل کړ
لوګر کې د هېواد ملي بس شرکت یو ځل بیا له ١٠کلن ځنډ وروسته د کابل-لوګر لويې لارې مسافرو ته د تګ راتګ لپاره خپل خدمات پیل کړل.
د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور او د ټرانسپورټ مسؤلینو دې ولایت کې د ملي بس شرکت د خدماتو پیل یوه لاسته راوړنه بللې او ويلي یې دي، چې د دغو بسونو له لارې به د لوګر اوسېدونکي کابل ته په کمه کرایه او اسانه تګ راتګ وکړي.
د ملي بس شرکت لومړۍ حوزې آمر الهام الدین لوګر کې د اوس لپاره د ۴ملي بسونو له لارې د خدماتو د پیل خبره کړې او زیاته کړې یې ده، چې راتلونکې کې به خپل خدمات نور هم زیات کړي.