افغانستان کې د یوناما مشره: هڅه کوي اسلامي امارت سره په ګډه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره اغېزمن کار وکړي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا دغه څرګندونې د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې کړې دي.
د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی، چې اغلې اوتنبایوا دې کتنه کې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او دې برخه کې یې د لا ډېرو مالي امکاناتو د راجلبولو او مرستو د زیاتېدو ژمنه کړې.
نوموړې ویلي، یوناما هڅه کوي له اسلامي امارت سره په ګډه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره اغېزمن کار وکړي.
اوتنبایوا بېلابېلو برخو کې اسلامي امارت سره پر سیاسي خبرو او بحثونو ټینګار کړی په خبره یې، د بحث وړ مسایل باید د ځانګړو لارو چارو پر مټ حل شي.
بلخوا د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، د کډوالو لپاره یې ۵۸ ښارګوټي په پام کې نیولي او پنډ غالو کې هم اسانتیاوې ډېرې شوې دي.
مولوي عبدالکبیر د کډوالو لپاره د مرستو زیاتېدو سربېره د کډوالو ښارګوټو رغولو کې د ملګرو ملتونو سازمانونو ونډې د اخېستلو غوښتنه کړې.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت نړۍ سره د خبرو پلوی دی او د شریعت په رڼا کې له ټولو اړخونو سره تعامل ته تیار دی.