تېر کال ټول هېواد کې ۹۳۵ کوډګر نیول شوي

تېر کال ټول هېواد کې ۹۳۵ کوډګر نیول شوي اسلام او کلتور
د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې تېر ۱۴۰۳ کال کې ۹۳۵ تنه د جادو او ټولنه کې د اختلاف، تفرقو او بداخلاقیو ته د لمن وهلو په تور نیول شوي دي.

یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د نیول شویو کسانو له ډلې ۱۲۵ تنه تخار، ۱۱۱ بغلان او ۱۱۷ تنه نور په کابل او نورو ولایتونو کې نیول شوي دي.

امربالمعروف وزارت ټینګار کړی چاته به اجازه ورنه کړي، چې د غیري شرعي اعمالو په ترسره کولو د ټولنې نظم او عمومي اخلاق ګډوډ کړي.

یاد وزارت له هېوادوالو غوښتي چې له خرافاتو پاکې او سالمې اسلامي ټولنې جوړولو لپاره له محتسبینو سره مرسته وکړئ.

د یادونې ده، چې امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي شریعت تطبیق برخه کې ګټورې هڅې کړې، چې هېوادوالو یې هرکلی کړی دی.

تړلي موضوعات