د ا.ا.ا زعیم: د اوسني شرعي نظام عملي کولو لپاره باید په سل کاله قربانیو هم ستړي نه شئ
د اسلامي امارت زعیم شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده کندهار پوهنتون کې یوه ملي کنفرانس ته ویلي، چې د الله تعالی د رضا او شرعي نظام لپاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ، اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو لپاره باید په سل کاله قربانیو هم ستړي نه شي.
د اسلامي امارت زعیم دې کنفرانس ته وینا کې زیاته کړې، چې کفارو په نظامي جهاد کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیغاتي جګړه پیل کړې.
د اسلامي امارت مشرتابه پر علماوو او عامو مسلمانانو غږ کړی، چې هڅه وکړئ کفار په تبلیغاتي جګړه کې هم سخت مات کړئ.
نوموړي زیاته کړې، غربیان کوښښ کوي چې د مسلمانانو تر منځ بې اتفاقي راولي، خو تاسو علماء کرام به د دې مخه نيسئ او د مسلمانانو ذهنیت به جوړوئ.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت زعیم تل خپلو ویناوو کې د اسلامي شریعت په بشپړ تطبیق او د مسلمانانو پر يووالي ټینګار کوي او د غربي لومو او تبلیغاتو پر وړاندې د بېدارۍ غږ پر مسلمانانو کوي.