چین بېرته راستنېدونکو کډوالو سره ۳۰ میلیونه یوانه مرسته کړې

چین بېرته راستنېدونکو کډوالو سره ۳۰ میلیونه یوانه مرسته کړې افغانستان
افغانستان ته بیرته راستانه شوي افغان کډوال

کابل کې د چین سفير ژاو شینګ د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتنه کې له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د ۱۶۰ بابه کورونو او ۳۰ میلیونه یوان نغدي مرستې خبر ورکړی.

 د چین سفیر دې کتنه کې ویلي، د بیجینګ او کابل اړیکې په بېلابېلو برخو کې په ښه ډول پر مخ تللې او د لا پراختیا په حال کې دي.

نوموړي له افغانانو سره د چین د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

 بلخوا اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت له چین سره د اړیکو د پیاوړتیا او تعامل غوښتونکی دی.

 د چین سفیر  د خپل دولت له لوري اداري مرستیال ته د چین – سویلي اسیا نهم نندارتون (CSA)کې د ګډون او وینا کولو بلنه هم ورکړې.

تړلي موضوعات