مولوي امیرخان متقي: افغانستان تېرو څلورو لسیزو کې د سترو قدرتونو د سیالۍ قرباني و

مولوي امیرخان متقي: افغانستان تېرو څلورو لسیزو کې د سترو قدرتونو د سیالۍ قرباني و سیاست
د تهران خبرو اترو فورم کې د بهرنیو چارو وزیر وینا

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د تهران خبرو اترو راټولېدنې ته په خپلې وینا کې ویلي، افغانستان تېرو څلورو لسیزو کې د متوازن بهرني سیاست نه درلودلو له کبله د قدرتونو ترمنځ د سیالۍ قرباني و.

امیرخان متقي ویلي، اسلامي امارت متوازن اقتصاد محوره سیاست لري، چې ګاونډي هېوادونه یاد سیاست کې ځانګړی ځای لري.

ښاغلي متقي سوکاله افغانستان د سیمې او له سیمې ور ها خوا هېوادونو په ګټه بللی په خبره یې اسلامي امارت هڅه کوي، چې له یو هېواد سره د دوستۍ یا تربګنۍ له کبله د بل پر وړاندې ونه دریږي.

د اسلامي امارت یاد لوړ پوړي چارواکي همداراز ویلي، اسلامي امارت ته د ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې ارزښت لري او له افغانستان سره نږدې هېوادونو سره سوداګرۍ ورته لومړیتوب لري.

تړلي موضوعات