بامیانو کې د پاکو اوبو رسولو لس شبکې جوړېږي

بامیانو کې د پاکو اوبو رسولو لس شبکې جوړېږي بیارغونه او پراختیا
بامیانو کې پاکو اوبو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د بامیانو ولایت پنجاب ولسوالۍ بېلابېلو کلیو کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو د ۱۰ شبکو جوړولو چارې پیل شوې.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغو پروژو کې دوه حلقې ژورې څاګانې، ۱۱ د اوبو ذخیرو جوړول، د نږدې ۴۱ زره مترو په اندازه پايپ غځول او نور اړین وسایل شامل دي.

د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د یادې ولسوالۍ بېلابېلو کلیو ۵۴۲ کورنیو ته پاکې اوبه ورسېږي.

دغه پروژې داسې مهال پیلیږي، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، د متوازن انکشاف له لارې د هېواد لرو پرتو سیمو اوسېدونکو لومړیتوبو ته په کتو پروژو پلي کولو ته ژمن دي.

تړلي موضوعات