د نیله باغ استوګنیزې پروژې دویم فاز چارې پیلېږي
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني کابل کې نیله باغ استوګنیزې پروژې له چارو د څارنې پر مهال د یادې پروژې د ودانیزو چارو پر مخ وړونکي شرکت مشر لي یونګ سره په مهمو موضوعاتو خبرې کړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، دې کتنه کې د روانو چارو پشپړېدو، د روان کال کاري پلان او راتلونکې پلان او د نیله باغ استوګنیزې پروژې د دوهم فاز عملي چارو پیل په اړه خبرې شوې دي.
د معلوماتو له مخې د یادې پروژې دویم فاز کې مسجد شریف، کلینیک، ښوونځي او نور مهم ځایونه په پام کې نیول شوي.
د یادونې ده، چې دنیله باغ استوګنیزې پروژې د لومړي فاز چارې شاوخوا ۲۵سلنه پرمخ تللې، چې کور او ښار جوړولو وزارت یې پر وخت د چارو له بشپړېدو ډاډ ورکوي.