څلورو ولایتونو کې ۲۰۴ تنه روږدي راټول شوي

څلورو ولایتونو کې ۲۰۴ تنه روږدي راټول شوي روغتیا
له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو

د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو پر مهال ۲۰۴ تنه په نشو روږدي کسان راټول کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، دغه کسان یې په هرات، کندهار، کاپیسا او پروان ولایتونو کې راټول کړي او د بستر لپاره یې ځایي ولایتي مرکزونو ته انتقال کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تر بل هر وخت د نشه یي توکو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې او تر دې مهاله یې په زرګونو روږدي تداوي کړي او د نشه یي توکو د تولید ګڼ شمېر کارخونې یې له منځه وړې دي، چې ورسره په هېواد کې د نشه یي توکو د کارونې کچه هم بې سارې راټیټه شوې ده

تړلي موضوعات