تېره اونۍ تخار کې ۱۶ تنه د غلا په تور نیول شوي

تېره اونۍ تخار کې ۱۶ تنه د غلا په تور نیول شوي افغانستان
تېره اونۍ تخار کې ۱۶ تنه د غلا په تور نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د تخار امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره مبارزې پولیسو تېره اونۍ د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۶ تنه د غلا په تور نیولي.

وزارت زیاتوي، نیول شوي کسان د کورونو څخه د غلا او همدارنګه د څارویو او موټرو د غلا کولو په تور نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مجرمینو پر وړاندې مبارزه چټکه او ګړندۍ کړې، چې ورسره د جنایي جرمونو کچه هم د پخوا په پرتله را ټیټه شوې.

تړلي موضوعات