د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه ۱۱۷ تنه منسوبین فارغ شوي

د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه ۱۱۷ تنه منسوبین فارغ شوي افغانستان
د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه ۱۱۷ تنه منسوبین فارغ شوي

ملي دفاع وزارت ویلي، چې د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ له درې مسلکي ښوونځیو څخه د بېلابېلو قطعاتو ۱۱۷ تنه سرتېري له دوه میاشتو زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شوي دي. 

یاد وزارت زیاتوي، چې مسؤلینو فارغ شوي مجاهد سرتېري خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي او غوښتنه یې ترې کړې، چې له ترلاسه شویو زده کړو څخه د اسلامي نظام د تحکيم او پیاوړتیا په موخه ګټه واخلي. 

په ورته مهال فارغ شویو سرتېرو ژمنه کړې، چې له ترلاسه شویو زده کړو څخه به د اسلامي اردو د پیاوړتیا، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو په برخه کې استفاده کوي.

تړلي موضوعات