اسلامي امارت دې د جوزجان لرې پرتو سیمو ته لا پاملرنه وکړي

اسلامي امارت دې د جوزجان لرې پرتو سیمو ته لا پاملرنه وکړي افغانستان
اسلامي امارت دې د جوزجان لرې پرتو سیمو ته لا پاملرنه وکړي

د جوزجان ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ خیرالله د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت رهبري دې د جوزجان لرې پرتو سیمو ته لا پاملرنه وکړي.

ارګ ویلي، چې شیخ خیرالله په دې لیدنه کې د دې ولایت ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو تر څنګ د مجاهدینو ستونزو حل او هغوۍ ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه هم کړې ده.

ارګ زیاتوي، چې دې لیدنه کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، علماء د نظام ټینګښت او د بېلابېلو اقشارو په يووالي کې اساسي رول لري، نو لازمه ده چې د هېواد علماء او مشران په دې برخه کې زیاته هڅه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت به د امنیت ټینګښت او خلکو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي او شته امکاناتو ته په پام به د دوی غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

تړلي موضوعات