خپرو شویو افواهاتو ته غبرګون؛ تېر کال ۱۲ نیم میلیارده افغانۍ د هېواد ټولو یتیمانو او کونډو ته وېشل شوې

خپرو شویو افواهاتو ته غبرګون؛ تېر کال ۱۲ نیم میلیارده افغانۍ د هېواد ټولو یتیمانو او کونډو ته وېشل شوې افغانستان

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ځینو رسنیو لخوا خپرو شویو افواهاتو ته غبرګون کې ویلي، چې تېر کال ۱۲ نیم میلیارده افغانۍ د هېواد په ټولو یتیمانو، کونډو او معلولینو وېشل شوې دي.

وړاندې ځینو رسنیو خبرونه ورکړي وو، چې یادې افغانۍ یوازې د اسلامي امارت مجاهدینو پر کورنیو باندې وېشل شوې دي؛ خو ښاغلي مجاهد د هغو رسنیو دا خبرونه په کلکه رد کړل او زیاته یې کړه، چې دا دولس نیم میلیارده افغانۍ د هېواد په ټولو یتیمانو تقسیم شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې ټول هېواد کې ۶ لکه، ۵۳ زره او ۲۶۵ یتیمان، کونډې او معلولین لرو، چې دې کې یو لک، ۶۷ زره او ۶۴۵ د اسلامي امارت اړوند دي او یو لک، ۲۲ زره او ۲۹۹ بیا د تېرې ادارې د عسکرو او نظامیانو کورنیو اړوند دي.

ښاغلي مجاهد همداراز زیاته کړې چې دې یتیمانو، کونډو او معلولینو کې بیا ۳ لکه او څه باندې ۶۳ زره د هېواد عام او طبیعي کونډې، یتیمان او معلولین دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د هېواد یتیمانو او کونډو مالي ملاتړ ته ځانګړې بې له تبعیض پاملرنه شوې؛ چې د عامو خلکو تود هرکلي سره مخ شوې.

تړلي موضوعات