سږ کال به د ننګرهار مالټو حاصلات څو برابره زیات وي
په ننګرهار ولایت کې سږ کال د مالټو حاصلاتو د څو برابره زیاتوالي خبر ورکړل شوی دی.
د دغه ولایت د رسنیز دفتر د خبر له مخې، تېر کال د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د مالټو حاصلات ۳۵۰۰ ټنه وو، خو د سږ کال لپاره دغه شرکت په کې د څو برابره زیاتوالي خبر ورکړی.
د یاد ولایت رسنیز دفتر زیاتوي، چې د مالټو نوي بڼوڼه مېوې ته رسېدل، مناسبه اب او هوا، ښه ساتنه او کروندګرو ته یې د اسانتیاوو برابرېدل هغه څه دي، چې پر مټ به یې ښایي سږ کال لپاره حاصلات څو برابره زیات وي.
ننګرهار کې نه يوازې د کانال په ۲۲ زره جريبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ دي، بلکې د کرنې او نورو دولتي ادارو ترڅنګ په ولسي ځمکو کې هم د مالټو بڼونه شته چې نږدې راتلونکې کې به د ستروسو له اړخه ځان بسياينې ته نږدې شي.