کندهار کې د اسلامي امارت د مشرتابه په امامت د اختر لمونځ ادا شو

کندهار کې د اسلامي امارت د مشرتابه په امامت د اختر لمونځ ادا شو افغانستان
کندهار کې د اسلامي امارت د کوچني اختر لمونځ

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، نن یکشنبه د کوچني اختر په مناسبت د کندهار عیدګاه کې د اسلامي امارت د مشرتابه په امامت د اختر لمونځ ادا شو.

ښاغلي مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، زرګونو هېوادوالو هم کندهار کې د اختر په لمانځه کې ګډون درلود.

د افغانستان په ګډون د اسلامي نړۍ ګڼو هېوادونو کې نن یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

تړلي موضوعات