اسلامي امارت له نړۍ سره په اسلامي اصولو ولاړې اړیکې غواړي

اسلامي امارت له نړۍ سره په اسلامي اصولو ولاړې اړیکې غواړي افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د را روان کوچني اختر په مناسبت اختریز پیغام کې ویلي، اسلامي امارت غواړي له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت په اساس ټینګې او ښې اړیکې ولري.

د اسلامي امارت مشرتابه په پیغام کې له نورو هېوادونو سره په اسلامي اصولو ولاړو ښو او ګټورو اړیکو په درلودلو ټینګار شوی.

په پیغام کې له ټولو خواوو غوښتنه شوې، چې د افغانستان خلکو باورونو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي او د افغانانو د ثبات، امنیت او پرمختګ مانع دې نه ګرځي.

تړلي موضوعات