د بیان ازادي باید د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي

د بیان ازادي باید د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي افغانستان
د بیان ازادي باید د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري د ولایتونو او امنیه قومندانیو د ویاندویانو د ظرفیت لوړنې سیمینار کې ویلي، د بیان ازادي ته ژمن دي او دغه ازادي باید دهېواد له ملي ګټو سره په ټګر کې نه وي. 

محمدنبي عمري په دې سیمینار کې ویلي، الله ج خپلو بنده ګانو ته د بیان ازادي حق ورکړی، چې باید د دې وړتیا څخه د حق په لاره کې کار واخیستل شي. 

نوموړي زیاته کړې، ټول مبارزین باید خپل وخت د اشخاصو د ستایلو پر ځای د اسلام او هېواد د ګټو په لاره کې مصرف کړي. 

ښاغلي عمري همدا راز ویلي، د هېواد دښمنان هڅه کوي، چې د سني او اهل تشیع ترمنځ تفرقه رامنځته کړي خو هیڅکله به هم دې موخې ته ونه رسیږي.  

په دې کنفرانس کې دغه راز د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین د ملکي او نظامي ادارو له ویاندیانو غوښتي، چې له رسنیو سره غوره اړیکې رامنځته او دوی ته د معلوماتو په ورکولو کې لا ډیرې اسانتیاوې رامنځته کړي. 

کورنیو چارو وزارت د ولایتونو او امنیه قومندانیو ویاندویانو ته د وړتیا لوړونې ستراتيژيک سیمینار پیل کړی چې ټاکل شوې څلور ورځې دوام وکړي.

تړلي موضوعات