کابل ښار کې تر ۴۸زرو زیات سوالگر راټول شوي

کابل ښار کې تر ۴۸زرو زیات سوالگر راټول شوي افغانستان
کابل ښار کې تر ۴۸زرو زیات سوالگر راټول شوي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت کابل ښار کې تر دې مهاله د څه باندې ۴۸زره تنو سوالګر راټولېدو خبر ورکوي.

اقتصادي معاونيت پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې وېډيو کې ويلي، چې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان ۱۴۰۲لمريز کال د جدې تر ۱۴مې نېټې پورې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۴۸زره او ۱۱۹سوالګر راټول شوي او دا لړۍ لاهم دوام لري.

خبر کې وړاندې راځي چې د راټولو شوو له ډلې یې ۱۴زره او۸۱۳ ښځينه او ۷زره او ۵۸۰ نارينه او پاتې ۲۵زره او ۷۲۶ نور یې ماشومان دي.

د سرچينې په خبره، چې د راټولو شوو مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له لوري پر خوراکي توکو سربېره په دوامداره ډول نغدي مرسته کېږي. 

همدا راز بې سرپرسته سوالګر ماشومان تر بايومټريک وروسته روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو زمينه هم برابرېږي. 

تړلي موضوعات