رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د پول رول لري

رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د پول رول لري افغانستان
رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د پول رول لري

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د طلوع نیوز له مشر ذبیح الله سادات او د دې شبکې د خبرې خپرونو له پریزنټر فریدالله محمدي سره په کتنه کې د حکومت او ملت ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر رول ټینګار کړی دی.

سراج الدین حقاني په دې لیدنه کې ویلي، رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د پول رول لري او باید نړۍ ته د افغانستان ريښتینی انځور وړاندې کړي.

بلخوا تېره ورځ د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم ویلي، چې د رسنیو قانون په بشپړه توګه چمتو شوی او د توشیح لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه لوی مقام ته وړاندې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ا.ا ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان په ازاده توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د دوی ملاتړ کوي.

تړلي موضوعات